د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت غواړي چې د خپل ملکیت باغ ساحې (۳۲۳۲) متر مربع ځمکه په میاشتني ډول د (۵۰،۰۰۰) افغانیو په بدل کې، د درې کلونو لپاره د هاشم ظاهر (عمري) شرکت ته په کرایه ورکړي.
هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکتورونه چې په لوړه کرایه د نیولو لېوالتیا لري، خپلې غوښتنې دې د خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۱۹ کاري ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه او خپله دې د ۱۴۰۵/ ۰۴/۲۳ نېټه د پنجشنبې ورځ د مزایدې په غونډه کې حاضر شي.
یادونه: تضمین په مبلغ د ( ۱۵۰۰۰۰، یو لک او پنځوس زره) افغانۍ په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل