د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت غواړي چې په لومړي مکروریان کې د نانوایي ودانۍ خپل ملکیت د درې (۳) کلونو لپاره، په میاشتني ډول د (۸۴،۰۰۰ څلور اتیا زره) افغانیو په بدل کې په کرایه ورکړي.
هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکتورونه چې له یادې بیې څخه په لوړه کرایه د نیولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۲ کاري ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه او خپله دې د ۱۴۰۵/۰۴/۱۵ نېټې په سه شنبې ورځ د داوطلبۍ په غونډه کې حاضر شي.
یادونه: تضمین ( ۲۵۰۰۰۰ دوه سوه او پنځوس زره) افغانۍ دی او په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل