د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت غواړي چې د خپل ملکیت باغ ساحې (۱۲۱۸) متره مربع ځمکه په میاشتني ډول د ( ۲۰،۰۰۰ شل زره ) افغانیو په بدل کې، د درې کلونو لپاره د سن هاک د ماشین آلاتو او د خوړو تولیدي فابریکې ته په کرایه ورکړي.
هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکتورونه چې له یادې بیې څخه په لوړه کرایه د نیولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۵ کاري ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه او خپله دې د ۱۴۰۵/۰۴/۱۸ نېټې په پنجشنبې ورځ د مزایدې په غونډه کې حاضر شي.
یادونه: تضمین ( ۶۰۰۰۰ شپېته زره) افغانۍ دی او په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل