د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/3 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت خپل د اړتیا وړ (۸۰) ټنه کاګولیانت، (۳) ټنه خالص مس او (۱۰۰) ټنه مالګې د تدارک پروسه، د داوطلب د جلب په موخه اعلان ته سپاري.

پر شرایطو برابر اشخاص چې غواړي د داوطلبۍ په غونډه کې ګډون وکړي، کولای شي د شرطپاڼې چاپ شوې کاپي او خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، د ۱۴۰۵/۰۴/۱۶ نېټې، سه شنبې ورځې د ماسپښین تر ۲:۳۰ بجو پورې، د یاد امارتي شرکت د تدارکاتو او اجناسو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

د داوطلبۍ غونډه د ‍۱۴۰۵/۰۴/۱۱ نېټې، چهارشنبې ورځ پر۱۰:۰۰ بجو د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت د تدارکاتو او اجناسو په آمریت کې جوړېږي.

یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

پته: د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت، د امام بکري پل، دهدادي ولسوالۍ ـ بلخ

د لازیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۰۱۳۸۵۰۱۱