د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افسوټر امارتي شرکت په پام کې لري چې د هرات ولایت په تورغونډۍ بندر کې د موټرو تمځایونه چې مساحت یې (۳۶۷۳۲) متر مربع دی، د داوطلبۍ پروسې له لارې په کرایه ورکړي.
بناءً ټول هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې پر شرایطو برابر وي او غواړي چې یاد ملکیت په کرایه ونیسي، کولای شي د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر (۱۸) کاري ورځو پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو په موخه د افسوټر امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست ته مراجعه وکړي.
یادونه: د داوطلبۍ غونډه د ټاکل شوې نېټې په ۱۰:۰۰ بجو د غوښتونکو په شتون کې جوړېږي او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د افسوټر امارتي شرکت، لسمه ناحیه، د ګلفروشۍ کوڅه، نوی ښار ـ کابل