د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د بغلان بورې امارتي شرکت له لوري د چغندرو د کښت عملي چارې پیل شوې
1405/4/7 00:00
Mumtaz خبرونه

د بغلان بورې امارتي شرکت له لوري د چغندرو د کښت عملي چارې پیل شوې

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت د کرنیزو ځمکو د غنمو راټولولو پروسه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

د یاد امارتي شرکت د واکوم مسؤول، حاجي اسدالله شېرزاد وايي چې د یادې پروسې له پای ته رسېدو سره سم د چغندرو د کښت لپاره چمتووالی پیل شوی او د شرکت په کرنیزو ځمکو کې یې عملي چارې دوام لري.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد امارتي شرکت د مسؤولینو او کارکوونکو د هڅو او همغږۍ له لارې کرنیز پروګرامونه د پلان له مخې پر مخ ځي او د چغندرو کښت د کرنې د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

همدارنګه ښاغلي شېرزاد وویل چې د بغلان بورې امارتي شرکت ژمن دی، ترڅو له کرنیزو ځمکو او شته امکاناتو څخه په اغېزمنې ګټې اخیستنې سره د هېواد د ځان‌بسیاینې او د کرنې سکټور د ملاتړ په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.