د شباشک له کانونه په ورځني ډول سلګونه ټنه د ډبرو سکاره راوېستل کېږي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د شباشک کانونه د لوړ کیفیت او معیاري ډبرو سکرو په وړاندې کولو سره په ورځني ډول له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ټنو پورې د ډبرو سکرو تولید لري.
د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت اړوند د شباشک معدني ساحې شاکول، جیحون او قرمقل شامل دي، چې له دغو سیمو څخه استخراج شوي سکاره له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ د حرارت درجه لري او د لوړ کیفیت لرونکي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کانونو تولید شوي سکاره، قوي حرارت او دوامداره سوخت لري چې د منظمې او باوري عرضې له لارې د بازار د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي.