د آريانا افغان هوايي شرکت بوينګ چارتر الوتکه کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده
د امارتي شرکتونو لوی رياست د آريانا افغان هوايي شرکت د پراختيايي پلانونو او د هوايي خدمتونو د پياوړتيا په لړ کې، د ياد شرکت يوه بوينګ (200-767) ډوله چارتر الوتکه نن په برياليتوب سره کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده.
ياده الوتکه، چې د آريانا افغان هوايي شرکت د رئيس محترم الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ د اردن هوايي شرکت له مسؤولينو سره د ترسره شويو مذاکراتو او تړونونو په پايله کې د شپږو مياشتو لپاره چارتر شوې ده، چې په هر پرواز کې د شاوخوا ۲۹۰ تنو مسافرو او ۲۵ ټنه سوداګريزو توکو د لېږد ظرفيت لري.
ټاکل شوې ده، چې ياده چارتر الوتکه سر له سبا څخه په منظم ډول نړيوال پروازونه پيل کړي، چې تر ډېره به د کابل – استانبول او کابل – جدې سکټورونو لپاره ځانګړې شي.
د آريانا افغان هوايي شرکت رئیس، د دې چارتر الوتکې راتګ د هېواد د هوايي ترانسپورټي شبکې د پياوړتيا او پراختيا لپاره يو مهم ګام ګڼي او ډاډ څرګندوي، چې آريانا به د نويو امکاناتو په رامنځته کېدو سره مسافرو او ملي سوداګرو ته لا غوره او عصري هوايي خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې چارتر الوتکې په فعاليت سره به د هېواد د هوايي ترانسپورټ ظرفيت لوړ، د مسافرينو لپاره اسانتياوې زياتې او د سوداګريزو توکو د لېږد-رالېږد بهير نور هم چټک شي.