د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/7 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۵) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د آفر په تړلې بڼې سره په اجاره ورکوي.

۱- کابل، چوک سره نږدې (۱۶مه) شمېره امارتي درملتون 
۲- میدان وردګ ولایت، د ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون 
۳- ننګرهار ولایت، د فاطمة الزهرا روغتون (۵مه) شمېره امارتي درملتون 
۴- ننګرهار ولایت، د پولي کلینیک روغتون (۶مه) شمېره امارتي درملتون 
۵- هرات ولایت، د ګذرې ولسوالۍ روغتون (۴مه) شمېره امارتي درملتون 

ټول حقیقي، حکمي اشخاص او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو په اجاره نیولو لېوالتیا لري، کولای شي یاده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۴/۱۳ نېټې، شنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.

یادونه: تضمین له مقرراتو او مادو سره سم اخیستل کېږي.

پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دو شمشېره ـ کابل