د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په پلخمري کې د وطني تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
1405/4/8 00:00
Mumtaz خبرونه

په پلخمري کې د وطني تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صنعت‌کارانو هڅونې، د وطني تولیداتو کارونې او صنعت‌کارانو ته د مناسب بازار د برابرولو په موخه، په بغلان ولایت کې د وطني محصولاتو او تولیدات درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې کورني محصولات او تولیدات په څه باندې ۸۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي وو، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت هم په فعال ګډون سره، له خپلو کانونو څخه استخراج شوي د ډبرو سکرو بېلابېل ډولونه نندارې ته وړاندې کړل.

د یادونې ده چې د بغلان ولایت والي، مولوي عبدالله مختار، د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالله حامد او د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس، قاري نعیم همکار په ګډه د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه او د کورنیو تولیداتو رول یې د ملي اقتصاد په وده او د هېواد د ځان‌بساینې په برخه کې مهم او ارزښتناک وباله.