د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د بهرنیو چارو وزارت او افغان پُست امارتي شرکت د ګډې کمېټې غړو د افغان پُست له خدمتونو او آسانتیاوو څخه لیدنه وکړه
1405/4/8 00:00
Mumtaz خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت او افغان پُست امارتي شرکت د ګډې کمېټې غړو د افغان پُست له خدمتونو او آسانتیاوو څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د ښه تطبیق او هېوادوالو ته د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه، د بهرنیو چارو وزارت او  د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت د ګډې جوړې شوې کمېټې غړو د افغان پُست مرکزي پُست خونې له بېلابېلو څانګو او خدمتونو څخه لیدنه وکړه. 

د دې لیدنې موخه د هغو خدمتونو له بهیر څخه نږدې لیدنه وه، چې له مخې یې د مراجعینو اسناد د تصدیق په موخه د بهرنیو چارو وزارت ته لېږدول کېږي؛ د لیدنې پر مهال د افغان پُست امارتي شرکت مسؤولینو د کمېټې غړو ته د اسنادو ترلاسه کولو، ثبت، خوندي لېږد، د تصدیق بهیر د تعقیب او له تصدیق وروسته مراجعینو ته د اسنادو د بېرته سپارلو څرنګوالی تشریح کړ. 

د کمېټې غړو د افغان پُست امارتي شرکت د خدمتونو، کاري بهیر او شته اسانتیاوو ستاینه وکړه او دغه خدمتونه یې هېوادوالو ته د اسنادو د تصدیق بهیر د آسانتیا او چټکتیا لپاره مهم وبلل. 

په پای کې، د افغان پُست امارتي شرکت مسؤولینو او د کمېټې غړو د ګډې همغږۍ او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ، ترڅو هېوادوالو ته لا چټک، خوندي او په محرم ډول سره چوپړتیاوې وړاندې کړي.