له ۶۰۰ ملي متره څخه د لوی قطر اوبو رسولو پایپونو د تولید فابریکه جوړېږي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت، د تولیدي ظرفیتونو د پراختیا او ځانبساینې د تحقق په موخه، په پام کې لري چې د اوبو رسولو شبکو لپاره د اړتیا وړ پولياتلین پایپونو د تولید فابریکه د دغه شرکت په چوکاټ کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
دغه طرحه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم، په نوښت او لارښوونه ترتیب شوې ده.
د همدې موخې لپاره، د شرکت مشرتابه پلاوي د تخنیکي رئیس، انجنیر نديالله نیازي، عملیاتي رئیس، انجنیر نصیر احمد احمدي او تجارتي رئیس انجنیر عبدالمتین مطمئن په ملتیا، د کابل ښار د امین آباد سیمې څخه د فابریکې د جوړېدو د مناسب ځای د تثبیت په موخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.
د شرکت اجرائیوي رئیس، د یادې لیدنې پر مهال د دې طرحې د موخو او جزئیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په لومړي پړاو کې به په دې فابریکه کې د اوبو رسولو د بېلابېلو پروژو د اړتیاوو سره سم، د بېلابېلو قطرونو او اندازو پولياتلین پایپونه تولید شي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به د ۶۰۰ ملي متره څخه د لوی قطر لرونکي پولياتلین پایپونه هم په بر کې ونیسي، چې د هغو په تولید سره به د شرکت د اوبو لېږد شبکو د اړتیاوو لویه برخه په هېواد دننه پوره شي او د دغو پایپونو پر وارداتو به د پام وړ اتکا راکمه شي.