د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین د رغونې پرمختګ او تولید ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وشوې
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار، په خپل کاري دفتر کې د ماهیپر برېښنا تولید بند د لومړي توربین رغونې پروژې له قراردادي شرکت رئیس، ګنای کوسه سره وکتل او د یادې پروژې د پرمختګ، تخنیکي چارو او اړوندو موضوعاتو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د قراردادي شرکت رئیس، د پروژې روانو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې شرکت یې چمتو دی، د افغانستان برېښنا شرکت د تخنیکي ارزونې او رسمي تائید په صورت کې، د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین د تولید ظرفیت له ۲۲ مېګاواټو څخه ۲۶ مېګاواټو ته لوړ کړي.
په همدې مهال، د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار وویل چې د توربین تولید ظرفیت لوړول یوه مهمه تخنیکي موضوع ده او په دې برخه کې به د ټولو تخنیکي اړخونو له هر اړخیزې ارزونې، دقیقې سنجونې او د اړوندو تخنیکي مسؤولینو له تائید او موافقې وروسته لازم تصمیم ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د قراردادي شرکت رئیس، د نورو کوچنیو برېښنا تولیدي بندونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا هم څرګنده کړه.