د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ، د تخنیکي کمېټې ناسته د اړوندو غړو، تخنیکي متخصصینو او د بېلابېلو امارتي شرکتونو استازو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د اصلاح شویو بذري تخمونو او کرنیزو خدمتونو، د ساختماني موادو د تولید او د هوټلونو امارتي شرکتونو د ۱۴۰۵ لمریز کال پر مالي، سوداګریز او تدارکاتي پلانونو باندې بحث وشو.
د غونډې په پای کې د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ)، د انټرکانټیننټال هوټل، د ملي بس او د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکتونو د موضوعاتو سربېره، پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې.