د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعیدالرحمن مظهري او د اړوندې کمېټې د غړو په حضور کې، له ۱۵ تنو ګډونوالو څخه د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خالي بستونو لپاره د رقابتي ازموینې پروسه ترسره شوه.
په دې پروسه کې مولوي سعیدالرحمن مظهري ګډونوال وهڅول، ترڅو خپل استعداد او وړتیاوې وښيي او هغوی ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې په دې پروسه کې د ګډون لپاره ۲۵ تنه پر شرایطو برابر کسان پېژندل شوي وو، چې له ډلې څخه یې ۱۵ تنه حاضر او په اړوندو برخو کې ورڅخه ازموینه واخیستل شوه.