د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس له خپل اماراتي سيال سره وکتل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس، ملا بخت الرحمن شرافت د فلای دوبۍ له رئیس شیخ حماد عبیدالله سره مهمه دوه اړخيزه ناسته ترسره کړه، چې پکې د دواړو هوايي شرکتونو ترمنځ د تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا مفصل بحثونه وشول.
په یاده ناسته کې، د فلای دوبۍ رئيس د آريانا افغان هوايي شرکت رهبرۍ ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې د ګډ تفاهم پر بنسټ فلای دوبۍ چمتو ده، ترڅو د آريانا افغان هوايي شرکت له لارې دوبۍ ته انتقالېدونکي مسافر د نړۍ له نورو مهمو هوايي سکټورونو سره ونښلوي.
د یادونې وړه ده چې دغه تفاهم به د مسافرينو ټرانزيټ او هغوی ته د نويو اسانتیاوو رامنځته کولو، د سفر وخت لنډولو او د مهمو نړیوالو الوتنو د پراختیا په برخه کې مهم ګام وي او د دواړو شرکتونو ترمنځ به د باور او ګډو ګټو نوی فصل پرانیزي.