د فاضلابو د تصفیه په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د چاپېریال د ساتنې، تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو او د فاضلابو د تصفیه په برخه کې د خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د ګرین روت شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم د دې همکارۍ په جریان کې ټینګار وکړ چې د دې هوکړه لیک ټولې چارې باید په معیاري او تخنیکي ډول تطبیق شي.
همدارنګه ښاغلي کظیم د هېواد پر پرمختګ او ابادۍ باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې عامه ګټې باید پر فردي او شخصي ګټو وړاندې وي، او د پروژو اصولي تطبیق کولی شي د هېواد د زیربنايي خدماتو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
د دې هوکړه لیک له مخې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ژمن دی چې د ګرین روت شرکت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري وکړي او د هغوی د مهارتونو د زیاتوالي لپاره تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرامونه تطبیق کړي.
همداراز، د ګرین روت شرکت ژمن دی چې د دې همکارۍ په چوکاټ کې خپل د فاضلابو د تصفیې سیستم د تخنیکي او چاپېریالي معیارونو مطابق لوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې دواړو لوریو مسؤولینو دغه هوکړه لیک د چاپېریال ساتنې، د فاضلابو د زیربناوو د پراختیا او د هېواد د فاضلابو د مدیریت د سیستم د ښهوالي په لور یو مهم او بنسټیز ګام وباله او د هغه پر عملي، معیاري او اغېزمن تطبیق یې ټینګار وکړ.