د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت فعالیتونه وستایل
1405/4/8 00:00
Mumtaz خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت فعالیتونه وستایل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، حافظ ضیاءالحق جواد د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزیر، نورالدین عزیزي سره ناسته ترسره کړه.

په دې لیدنه کې، ښاغلي عزیزي د انټرکانټیننټال هوټل د مشرتابه او مسؤولینو د هڅو او مدیریت ستاینه وکړه او د افغانستان او قزاقستان د سوداګریز کنفرانس له غوره کوربه‌توب څخه چې تېره اونۍ په انټرکانټیننټال هوټل کې ترسره شوی و، مننه وکړه؛ هغه څرګنده کړه چې د دوستو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو کوربه‌توب د دې ښکارندویي کوي چې یاد هوټل د ملي او نړیوالو مراسمو د کوربه‌توب په برخه کې اړین ظرفیت او ځانګړی ځای لري.

همدارنګه، د انټرکانټیننټال هوټل د پراختیا او د خدمتونو لوړولو د پروګرامونو په اړه تر بحث وروسته، د صنعت او سوداګرۍ وزیر خپل ارزښتناک نظریات او لارښوونې د یاد هوټل له مشرتابه سره شریکې کړې.

په پای کې، حافظ ضیاءالحق جواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر له ملاتړ، همکارۍ او لارښوونې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت د معیاري خدمتونو وړاندې کولو، د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د غوره کوربه‌توب او د هېواد د هوټلدارۍ صنعت د پراختیا په موخه له دولتي ادارو سره د نږدې همکاریو دوام ته ژمن دی.