د افغان کارټ امارتي شرکت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیر سیمینار پیل شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان کارټ امارتي شرکت له لوري د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د عقودو د قانون د لا ښه پوهېدو او عملي تطبیق په موخه، درې ورځنی روزنیز سیمينار پیل شو.
د یاد روزنیز سیمینار په لړ کې به د عقودو د قانون مهم موضوعات، د بېلابېلو بیعو احکام، د صحت او فساد شرایط او نور اړوند مطالب په بشپړو جزئیاتو سره کارکوونکو ته وړاندې شي.
د افغان کارټ امارتي شرکت حقوقي مشاور او د یاد روزنیز سیمینار وړاندې کوونکي، عرفان الله متینزاده وویل چې د عقودو قانون د تدارکاتو په برخه کې ډېر اړین دی او د دې روزنې موخه هم دا ده چې کارکوونکي یې په خپلو ورځنیو کاري چارو کې په سمه توګه پلي کړي.