د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د هرات بند بقرچر کې د ۵۳ اصله کانکریټي پایو نصب او د وارداتي برېښنا لېږد مزي وغځول شول
1405/4/9 00:00
Mumtaz خبرونه

د هرات بند بقرچر کې د ۵۳ اصله کانکریټي پایو نصب او د وارداتي برېښنا لېږد مزي وغځول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت لوړ ولټاژ پیاوړو تخنیکي کارکوونکو د هرات په بند بقرچر کې د ترکمنستان ۲۲۰ کېلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزي بشپړې ډاډمنتیا په موخه ۵۳ اصله پایې نصب او مزي یې پرې وغځول. 

هرات ته د ترکمنستان ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا رالېږد مزي پایې تېر ژمي کې توپانونو رانسکورې کړې وې، چې د ستونزې حل لپاره هغه مهال د لوړ ولټاژ انجنیرانو لنډ مهاله تنظیمات بشپړ کړل او د تېرې نږدې یوې میاشتې په موده کې د یادې ستونزې بشپړ حل لپاره پیاوړې پایې نصب شوې. 

د یادونې وړ ده چې د لوړ ولټاژ انجنیرانو د برېښنا لېږد مزو زیانمنېدو مخنیوي، ډاډمنتیا او پیاوړتیا لپاره کانکریټي پایې هم نصب کړې.