د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کونړ او نورستان ولایتونو د نشه یي توکو د روږدو د درملنې روغتونونو او د نورستان پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول
1405/4/9 00:00
Mumtaz خبرونه

د کونړ او نورستان ولایتونو د نشه یي توکو د روږدو د درملنې روغتونونو او د نورستان پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د کونړ او نورستان ولایتونو د نشه یي توکو د روږدو د درملنې روغتونونو او د نورستان پوهنتون لیلیې ته د اړتیا وړ بېلابېل خوراکي توکي ولېږدول.

د یاد امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمریت اړوند د ولایتي پروژو د تطبیق مدیر محمد زاهد اکبر وویل، چې د کونړ او نورستان ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند، په نشه یي توکو د روږدو د درملنې روغتونونو ته ۱۵ قلمه او د نورستان پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدول شوي دي.

ښاغلي اکبر زیاته کړه چې دغه خوراکي توکي د درېیو میاشتو اړتیاوو د پوره کولو او د اړوندو ادارو د غوښتنې پر بنسټ برابر او لېږدول شوي چې پکې وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، شین چای، بوره، مالګه او نور اړین لومړني خوراکي توکي شامل دي.

د یادونې وړ ده چې دغه شرکت هڅه کوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي ادارو ته د تړون پر اساس، د اړتیا وړ خوراکي توکي پر وخت او د لوړ کیفیت له معیارونو سره سم برابر او ولېږدوي، ترڅو د ادارو اړتیاوې پوره کړي.