د ۱۴۰۵ کال د حاجیانو د بيرته راستنېدو پروسه په بریالیتوب سره بشپړه شوه
د امارتي شرکتونو لوی رياست د آريانا افغان هوايي شرکت له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال د حج مراسمو د ګډون لپاره د افغان حاجیانو د لېږد—رالېږد پروسه، د ټاکل شوي مهالوېش او منظمو عملیاتو له مخې، په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
د ياد ملي مسؤوليت د ترسره کولو پر مهال، د آريانا مسلکي، تخنیکي او عملياتي کارکوونکو د بشپړې همغږۍ، ژمنتیا او لوړ مسؤولیت لرونکي احساس له مخې د زرګونو حاجیانو خوندي، منظم او پر وخت انتقال یقیني کړ، ترڅو هغوی وکولای شي خپل سپېڅلي عبادتونه په پوره اطمینان ترسره کړي.
د آريانا افغان هوايي شرکت رئیس، ملا بخت الرحمن شرافت د حاجیانو د لېږد—رالېږد بهير د ټولو مسؤولینو او کارکوونکو له هڅو مننه کوي، چې د حج د عملياتي بهير په بریالي ډول تطبيق کې یې ونډه اخیستې وه او ټولو حاجیانو ته د حج د قبولۍ او روغ رمټ بېرته راستنېدو دعا کوي.
د یادونې وړ ده چې د سږ کال د حج عملیات په ۵۴ منظمو الوتنو کې تنظيم شوي وو، چې پکې ۶۲۱۰ تنه افغان حاجیان سعودي عربستان ته ولېږدول شول او د رالېږد پروسه يې هم د ټاکلي مهالوېش سره سم په منظم ډول بشپړه شوه.