د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغانستان برېښنا او ملي پراختیا امارتي شرکتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
1405/4/10 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغانستان برېښنا او ملي پراختیا امارتي شرکتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت او د ملي پراختیا امارتي شرکت ترمنځ په یو شمېر برخو کې د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. 

د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، هېواد کې د برېښنا اړوند په یو شمېر برخو کې پر اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونو ګډ کار کېږي، ترڅو هېواد د برېښنا برخو کې پر ځان بسیاینې ته ژر ورسېږي. 

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار له ملي پراختیا شرکت سره د ګډو همکاریو پر هوکړې خوښي وښوده او دا یې یو مهم ګام وبللو. 

د هوکړه لیک لاسلیک ناسته کې د ملي پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، عبدالرحمن عطاش هم خوښي څرګنده کړه. 

دا مهال هېواد کې د برېښنا اړوند لسګونه لویې پروژې تر کار لاندې دي، چې په بشپړیدو سره به یې د برېښنا اړتیاوې بشپړې او ګڼو برخو کې به نوي پرمختګونه رامنځته شي.