د افغان پُست امارتي شرکت او پرلیکه سوداګرو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت مسؤولینو او د پرلیکه (آنلاین) سوداګرو استازو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د آنلاین سوداګرۍ د پراختیا، شته ستونزو، د توکو خوندي لېږد، سپارلو او مالي تصفیې په اړه هر اړخیز بحث وشو.
همداراز، د افغان پُست امارتي شرکت له لوري د افغان مارکېټ په نوم د آنلاین سوداګرۍ د نوي پلېټفارم د پیل خبر ورکړ، چې له لارې به یې سوداګر وکولای شي خپل توکي ثبت، او وپلوري.
د ناستې په پای کې د آنلاین سوداګرو استازو د افغان پُست له چوپړتیاوو خوښي څرګنده کړه او د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره یې د افغان مارکېټ پلېټفارم مهم او اغېزمن وباله.