د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1404/11/13 00:00
Mumtaz خبرونه
د داوطلبۍ خبرتیا! د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ابن‌سینا فارمسي امارتي شرکت غواړي چې د نافذه قوانینو په رڼا کې، لاندې (۵) بابه امارتي درملتونونه په اجاره ورکړي: • کابل ولایت، سپاهي ګمنام چوک ته څېرمه (۱۴مه) شمېره امارتي درملتون. • کابل ولایت، سپاهي ګمنام چوک ته څېرمه (۱۵مه) شمېره امارتي درملتون. • کابل ولایت، سپاهي ګمنام چوک ته څېرمه (۱۶مه) شمېره امارتي درملتون. • کابل ولایت، سپاهي ګمنام چوک ته څېرمه (۱۷مه) شمېره امارتي درملتون. * لغمان ولایت، ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون. ټول حقیقي، حکمي اشخاص او سهامي شرکتونه چې د امارتي درملتونونو د اجارې اخیستو لېوالتیا لري، کولای شي د داوطلبۍ شرطپاڼه د ابن‌سینا فارمسي امارتي شرکت له سوداګریز ریاست څخه ترلاسه کړي. د آفر پرانېستلو غونډه به د ۱۴۰۴/۱۲/۰۲ نېټې، شنبه ورځ، د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د یاد امارتي شرکت په مرکزي دفتر کې ترسره شي. یادونه: تضمین د شرطپاڼې د مقرراتو او مادو مطابق اخیستل کېږي. پته: شاه دوشمشېره(رح)، د میخانیکي انسټېټیوټ ترڅنګ، دویمه ناحیه ـ کابل