د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت لنډه پېژندنه!
1. عمومي معلومات
• د شرکت نوم: د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت
• د جوړېدو کال: 2017 زیږیز
• د ملکیت نوعیت: 100% امارتي ملکیت
• د مرکزي دفتر پته: جنگلک، چهلستون، کابل ـ افغانستان
• د فعالیت ساحه: د خوندي اسنادو د چاپ څانګه کې فعالیت ترسره کوي.
• قانوني جوړښت: امارتي شرکت
2. لید او ماموریت
لید:
د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت هېواد کې تر ټولو مخکښ، باوري او یواځنی د خوندي سندونو د چاپ مرکز دی، چې په افغانستان، سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو کې د خوندي سندونو د چاپ، ډیزاین او ورته نورو برخو کې بدیل نه لري.
ماموریت:
د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت مهمه دنده خپلو پېرودونکو ته تخلیقي، د باور وړ، د جعل او تزویر څخه د خوندي چاپ اسنادو اړوند غوره او پر وخت چوپړتیاوې وړاندې کول دي.