د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/10 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د راشک دویمې برخې د (۰.۵) کیلومتره مربع کان‌ساحې د کان‌کیندنې قرارداد د داوطلبۍ پروسې له لارې اعلان ته وسپاري.

بناءً هغه کسان چې د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ته مراجعه وکړي.
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۴/۲۸ نېټه، د شنبې ورځ په یاد امارتي شرکت کې جوړېږي.

یادونه: غوښتونکي مکلف دي چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې د ۱۷مې مادې له مخې د ټولې پانګونې د ۲٪ په اندازه وړاندې کړي، همدارنګه ناوخته رسېدلي آفرونه به ونه منل شي.

پته: د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت، د پلخمري ښار درېیمه ناحیه ـ بغلان

د لازیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۳۰۱۳۰۸۳۴ – info@encc.gov.af