د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه ترسره شوه
1405/4/11 00:00
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه، د اجرائیوي کمېټې د رئیس، ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم او د اجرائیوي کمېټې د غړو، د مرکزي ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې، د اجرائیوي ریاست د دفتر آمر، ښاغلي قاري شکیل احمدخیرخواه ذاهب د تېرې اجرائیوي کمېټې غونډې د پرېکړو د تطبیق او ترسره شویو اجراآتو راپور ګډونوالو ته وړاندې کړ.

ورپسې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د اجرائیوي کمېټې د پرېکړو او صادر شویو احکامو د ټاکلي وخت په چوکاټ کې پر اغېزمن تطبیق او د نافذه اصولو او مقرراتو د رعایت پر اهمیت ټینګار وکړ.

همدارنګه، د اجرائیوي کمېټې غړو د غونډې د اجنډا پر موضوعاتو، چې په کې د پیرودونکو د خدمتونو د کړنلارې تعدیل، د پیرودونکو د جغرافیایي موقعیتونو (GPS) ثبت، د شرکت د قراردادي کارکوونکو اړوند موضوعات، تدارکاتي چارې، د کابل ښار د اوبو د ضایعاتو محاسبه او د فاضلابو د تصفیه‌خونو تعرفې شاملې وې، هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د غونډې په پای کې، د اجرائیوي کمېټې له لوري د یادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې تصویب شوې او د عملي کېدو لپاره اړوندو مسؤولینو ته وسپارل شوې.