د آریانا افغان هوايي شرکت د کابل ـ استانبول د ټکټونو په بیه کې تخفیف اعلان کړ
د آریانا افغان هوايي شرکت د کابل ـ استانبول د ټکټونو په بیه کې تخفیف اعلان کړ
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د آريانا افغان هوايي شرکت درنو مسافرینو ته د لا زیاتو اسانیتاوو په موخه، د کابل ـ استانبول په ټکټونو کې ځانګړی تخفیف اعلان کړ.
د کابل ـ استانبول د يو طرفه ټکټونو مخکینۍ بيه (۳۳۰) امريکايي ډالره وه، چې د ځانګړي تخفيف په اساس يې نوې بيه (۳۰۰) امريکايي ډالره وټاکل شوه.
د دې ځانګړي تخفیف له مخې به مسافرين وکولای شي، چې استانبول ته په مناسب لګښت سفر وکړي او د آريانا د الوتنو له لارې د خوندي، منظمو او باوري خدمتونو څخه ګټه واخلي.