د امارتي شرکتونو لوی رئیس د صنعت او معدن اونۍ د پنځم نندارتون پرانېست غونډه کې ګډون وکړ
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال او ورسره مل پلاوي د صنعت او معدن اونۍ د اووه ورځني پنځم ملي او نړیوال نندارتون په پرانېست غونډه کې ګډون وکړ.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال د دغه نندارتون له تنظیموونکو څخه د مننې سربېره، یاد نندارتون د پانګوالو لپاره یو ښه فرصت وباله او له صنعت کارانو څخه یې وغوښتل ترڅو د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه په اعظمي او شفاف ډول استفاده وکړي.
ښاغلي بلال د صنایعو او کانونو له ټولو درنو فعالانو او خصوصي سکټور څخه غوښتنه وکړه چې په هېواد کې له شته امکاناتو او رامنځته شویو اسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې، خپلې پانګونې لا ډېرې کړي او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست رهبري د اسانتیاوو رامنځته کولو او هر اړخیر ملاتړ ته ژمنتیا لري.
د صنعت او معدن اونۍ په یاد ملي او نړیوال نندارتون کې به د بېلابېلو اقتصادي او صنعتي سکټورونو کورني تولیدات او صنعتي محصولات د ۳۶۵ غرفو له لارې نندارې ته وړاندې شي، ترڅو د هېواد د تولیداتو د پېژندنې او بازارموندنې لپاره زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون نن د چنګاښ پر ۱۰مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې به، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په شتون کې د لیدونکو پر مخ پرانېستل شوی وي.