د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د صنعت او معدن اونۍ پنځم نندارتون کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل
1405/4/11 00:00
Mumtaz خبرونه

د صنعت او معدن اونۍ پنځم نندارتون کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ډېرو نورو توليداتو او محصولاتو ترڅنګ، زيتون تېل او زیتون اچار په ځانګړي تخفيف سره د صنعت او معدن اونۍ په پنځم ملي او نړیوال اووه ورځني نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

دغه ملي او نړیوال نندارتون کې د بېلابېلو اقتصادي او صنعتي سکټورونو کورني تولیدات او صنعتي محصولات د ۳۶۵ غرفو له لارې نندارې ته وړاندې شوي، ترڅو د هېواد د تولیداتو د پېژندنې او بازار موندنې زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون نن د چنګاښ پر ۱۰مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې به، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په شتون کې د لیدونکو پر مخ پرانېستل شوی وي.