د ارزاقو امارتي شرکت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د لومړي ځل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو د پراختیا آمر اسدالله ابراهیمي وویل، چې په لېږدول شویو توکو کې ۳۶۶۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۸۴۴۰ لیټره غوړي، ۴۷۰۰ کیلوګرامه بوره، ۱۳۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۹۰ کیلوګرامه مساله، ۲۵۰ کیلوګرامه چای او ۷۰۰۰ کیلوګرامه لوبیا شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د ټولو امارتي ادارو اړتیاوې د لوړ کیفیت، روڼتیا او پر وخت خدمت رسونې سره پوره کوي او د لا پراختیا لپاره یې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.