د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته وکړه
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته کې د څار پلاوي غړو، هر یو د چارو ادارې لوی رئیس، شیخ نورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري او د مالیې وزارت مالي معین، الحاج عبدالقدیر احمد ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د ځینو امارتي شرکتونو د تشکیلاتي جوړښت او د دندو تنظیم پر موضوعات هر اړخیز بحث ترسره شو.
همداراز، د بغلان بورې، بلخ نساجي، افغان کارت، افغان طیور، مرکزي سیلو، د اصلاح شویو بذري تخمونو او کرنیزو خدمتونو، د هوټلونو، د صکوکو او ضرابخانې او د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکتونو د ۱۴۰۵ لمریز کال په مالي، سوداګریز او تدارکاتي پلانونو باندې خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې، د متفرقه موضوعاتو په اړه د بحث سربېره، ځینې لازمې پرېکړې هم ترسره شوې.