د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د محاسبې او حسابدارۍ تخصصي سیمینار پیل شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د خپلو کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو په موخه، د محاسبې او حسابدارۍ ۲۱ ورځنی تخصصي سیمینار پیل کړ.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي محمد شفیق محمود وویل: د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړول زموږ له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دي، د سمې محاسبې او حسابدارۍ له پوهې پرته هېڅ اداره نه شي کولای شفافیت او د عامه باور ترلاسه کړي؛ موږ غواړو چې زموږ کارکوونکي نه یوازې په ورځنیو دندو کې، بلکې د سرچینو په مدیریت او د باکیفیته چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې هم مخکښ وي.
د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د کارکوونکو لپاره یو ښه فرصت دی، ترڅو له نویو محاسبوي طریقو سره بلد شي، په راتلونکي کې د دقت کچه لوړه کړي او د کاري چاپېریال دننه لا زیات مسؤولیتمنونکي شي.