ترکي پانګوال د برېښنا تولید تاسیساتو او له خځلو څخه د برېښنا تولید برخو کې د پانګونې لېوالتیا لري
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د ترکیې هېواد (NKY) شرکت مسؤولینو سره د برېښنا او تاسیساتو پر جوړولو د پانګونو په اړه خبرې وکړې.
ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د دوست هېواد ترکیې اړوند پانګوالو پانګونې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې افغانستان کې د برېښنا په ګډون ګڼو رغنیزو پرمختیايي برخو کې پراخې آسانتیاوې شته او پانګوال کولای شي په ډاډه زړه پانګونې وکړي.
د (NKY) شرکت مرستیال ښاغلي هاقان بوس وویل چې دوی د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د برېښنا تولید تاسیساتو جوړولو او نوې کېدونکې انرژۍ پر تولید پانګونې کړي او اوس غواړي افغانستان کې د برېښنا تولید تاسیساتو بیا رغونې او له خځلو(کثافاتو) څخه د برېښنا تولید برخو کې پانګونې وکړي.
د یادونې ده چې تېرو نږدې پنځو کلونو کې هېواد کې د برېښنا او تجهیزاتو تولید برخو کې ګڼو نړیوالو او ملي پانګوالو پانګونې کړي، چې دا مهال د پراختیا په حال کې دي.