د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ارومچي — کابل الوتنه کې د الوتکې د حادثې راپورونه بې بنسټه دي
1405/4/13 00:00
Mumtaz خبرونه

د ارومچي — کابل الوتنه کې د الوتکې د حادثې راپورونه بې بنسټه دي

په ټولنيزو پاڼو کې د ځينو مغرضو رسنيو له لوري، د امارتي شرکتونو لوی رياست د آريانا افغان هوايي شرکت د يوې الوتکې په اړه ويډيو خپره شوې ده، چې ګواکې د آريانا يوې الوتکې تر ټاير چاودلو وروسته په کابل نړيوال هوايي ډګر کې حادثه کړې ده.

په داسې حال کې، چې د درنو هېوادوالو او مسافرينو د ډاډ لپاره څرګندوو، چې د اورمچي–کابل الوتنه کې د ښکته کېدو پرمهال د الوتکې اصلي ټاير له تخنيکي ستونزې سره مخ شوی دی، چې له امله يې الوتکه د احتياطي خوندیتوب پروسې له مخې درول شوې او هېڅ ډول حادثه نه ده رامنځته شوې.

د يادونې وړ ده، چې د الوتکې د ټاير تخنيکي ستونزه د هوايي چلند په صنعت کې يوه پېژندل شوې تخنيکي پېښه ده.