د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
1405/4/13 00:00
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا او د اوبو رسولو خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه، د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک موخه، د اوبو رسولو په برخه کې د تخنیکي او اجرایي همکاریو پیاوړتیا، څښاک پاکو اوبو ته د ښاریانو د لاسرسي ښه والی، د اوبو رسولو د تأسیساتو د پراختیا او بیارغونې ملاتړ او د روان کال په اوږدو کې د ګډو پروګرامونو، په ځانګړي ډول د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پلي کول دي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم د دغه هوکړه لیک لاسلیک د نړیوالو همکاریو د لا پیاوړتیا او د هېواد د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله؛ نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دغه هوکړه لیک بریالي پلي کېدل به دڅښاک پاکو اوبو ته د لا ډېرو ښاریانو د لاسرسي زمینه برابره او د اوبو رسولو د خدمتونو کیفیت به نور هم لوړ کړي.

بل لور ته، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو او روغتیا همغږي کوونکي، ښاغلي نیک راو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د تېرو کلونو په اوږدو کې د شرکت له مسؤلینو سره د هر اړخیزو همکاریو د اغېزمنتیا په پام کې نیولو سره هیله لري چې په راتلونکې کې به هم د دواړو لورو ګډې همکارۍ لا زیاتې بریاوې او د پام وړ لاسته راوړنې ولري.