د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/4/13 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت غواړي ترڅو د خپل ملکیت یو جریب ځمکه، چې د مرکزي سیلو په باغ کې موقعیت لري، د (۳) کلونو لپاره په میاشتني ډول د (۲۷,۰۰۰ اووه ویشت زره) افغانیو په بدل کې د برادران زمان فیض نړیوال ترانزیټي او بارچالانۍ شرکت ته په کرایه ورکړي.

هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکټورونه چې غواړي دغه ځمکه له یادې بیې څخه په لوړه کرایه ونیسي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۸ کاري ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.

غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي او په ۱۴۰۵/۰۵/۱ نېټه دې د مزایدې په غونډه کې ګډون وکړي.

یادونه: تضمین (۸۱۰۰۰، یو اتیا زره) افغانۍ دی او په نغدي توګه اخیستل کېږي.

پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل