د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل
1405/4/13 00:00
Mumtaz خبرونه

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو تولیداتو له ډلې څخه د نجارۍ لرګین توکي، د زيتون تېل او زیتون اچار د صنعت او معدن اونۍ په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې، نندارې ته وړاندې کړي دي.

په یاد ملي او نړیوال نندارتون کې د بېلابېلو اقتصادي او صنعتي سکټورونو کورني تولیدات او صنعتي محصولات د ۳۶۵ غرفو له لارې نندارې ته وړاندې شوي، ترڅو د هېواد د تولیداتو د پېژندنې او بازار موندنې زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون د کابل ښار اړوند حضوري چمن ته څېرمه د افغانستان نړیوال نندارتون کې په لاره اچول شوی، چې د چنګاښ له ۱۰مې نېټې څخه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې به، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په شتون کې د لیدونکو پر مخ پرانېستل شوی وي.