افغان تور امارتي شرکت د سیاحتي لارښود د رسمي کارت وېش پیل کړ
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت په هېواد کې د سیاحت د ودې، د خدمتونو معیاري کولو او د مسلکي سیاحتي لارښود(ګایډ) د ملاتړ په موخه د سیاحتي لارښود د رسمي کارت وېش لړۍ پیل کړه.
په دغو مراسمو کې د یاد امارتي شرکت مسؤولینو د قانوني او مسلکي لارښود پر وېش ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ګام به په هېواد کې د سیاحت د ودې او سیلانیانو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.
د افغان تور امارتي شرکت ژمن دی، چې د سیاحت سکټور د پیاوړتیا او د سیاحتي لارښود د ظرفیت لوړولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.