د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی رئیس د سیاسي چارو له شنونکو سره ولید
1405/4/14 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی رئیس د سیاسي چارو له شنونکو سره ولیدل

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال په خپل کاري دفتر کې د سیاسي چارو له شنونکو هر یو امان الله هوتکي، جاوېد مومند، سید اکبر سیال او ادریس محمدي ځاځي سره ناسته وکړه.

د ناستې په پیل کې مولوي احمد جان بلال د سیاسي چارو شنونکو ته ښه راغلاست ووایه او د اسلامي امارت د پالیسیو، د امارتي شرکتونو د مهمو پروژو، لاسته راوړنو او رغنیزو چارو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

همداراز ښاغلي بلال، د رسنیو او شنونکو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د پرمختګونو او لاسته راوړنو په سمه توګه انعکاس د عامه پوهاوي او ملي یووالي په پیاوړتیا کې ارزښتناک رول لري.

په پای کې، د سیاسي چارو شنونکو د امارتي شرکتونو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د رسنیز پوښښ پیاوړتیا، په غونډو کې د شنونکو ګډون، د ملي یووالي ټینګښت، د خدمتونو عادلانه پراختیا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.