د افغانستان د اوبو کمېټې د پیاوړتیا په موخه د ۵۵ ملي او نړیوالو بنسټونو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه
د افغانستان د اوبو کمېټې (AWAP) د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ او سلا مشورې غونډه د (World Bank, UN-Habitat, UNICEF, UNAMA, Aga Khan Foundation (AKF), ICRC, Islamic Relief Worldwide (IRW), Save the Children, International Organization for Migration (IOM), IFRC) سربېره د ۵۵ ملي او نړیوالو بنسټونو، مؤسسو، د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو اړوندو غیرامارتي بنسټونو د استازو په ګډون، د څښاک پاکو او خوندي اوبو او فاضلابو د مدیریت په اړه، د اقتصاد وزارت، د امارتي شرکتونو د لوی ریاست او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مسؤولینو په حضور کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې، د اقتصاد وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد عالم جمیل د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت او د څښاک اوبو او فاضلابو د خدمتونو د پراختیا پر اهمیت خبرې وکړې؛ نوموړي د افغانستان د اوبو کمېټې (AWAP) رول د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم وباله او د دې کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یې د عملي اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.
ورپسې، د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمدجان بلال د هېواد د څښاک اوبو او فاضلابو د مدیریت په برخه کې شته اړتیاوو ته په اشارې سره، له ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره د اوبو رسولو د بنسټونو پراختیا او د فاضلابو خدمتونو د ښه والي په برخه کې اغېزمنه او هر اړخیزه همکاري وکړي.
د ناستې په لړ کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم، د اقتصاد وزارت له نوښت او د نړیوال بانک له همکارۍ څخه، چې د دغې غونډې په جوړېدو کې یې ونډه لرله، مننه وکړه او د شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي کظیم وویل، چې تر دې دمه د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له لوري د اوبو رسولو د پروژو په پلي کولو کې شوې همکارۍ اغېزمنې او ارزښتناکې وې؛ خو د هېواد د پراخو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، دغه همکارۍ بسنه نه کوي او د نورو ملي او نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو د همکارۍ پراختیا اړینه ده.
د غونډې په پای کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او یونیسف له لوري د اوبو د اهمیت او ارزښت په موخه پرېزېنټیشونه وړاندې شول او ګډونوالو هم خپل نظرونه تبادله کړل.