ترکي سونای شرکت د نوې کېدونکي انرژۍ تولید ته لېوالتیا لري
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد سونای شرکت د افغانستان برخې عملیاتي مسؤول ښاغلي فهیم سولاک سره د برېښنا تولید په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې ښاغلي همکار افغانستان د برېښنا تولید لپاره د تر ټولو غوره سرچینو بډایه هېواد وباله، چې په وینا یې نړیوال او ملي پانګوال کولای شي د برېښنا تولید برخو کې پانګونې وکړي.
د سونای شرکت د افغانستان برخې عملیاتي مسؤول ښاغلي سولاک تېر نږدې یو کال کې، افغانستان کې د برېښنا تولید لومړنیو ترسره کړیو څېړنو په اړه د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ته معلومات ورکړل.
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د ترکي سونای شرکت مسؤول ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په عملي ډول دې پروژې پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې تېرو نږدې پنځو کلونو کې د برېښنا تولید او تاسیساتو جوړونې برخو کې لسګونو پانګوالو شرکتونو پر ګڼو پروژو پانګونې کړي، چې د چارو بشپړېدو سره به یې هېواد کې د برېښنا اړتیاوې پوره شي.