د ارزاقو امارتي شرکت لنډه پېژندنه:
1. عمومي معلومات
• د شرکت نوم: د ارزاقو امارتي شرکت
• د جوړېدو کال: ۱۳۱۶ هـ ل کال
• د ملکیت نوعیت: ۱۰۰ سلنه امارتي ملکیت
• د مرکزي دفتر پته: مرکزي سیلو ته څېرمه، درېیمه ناحیه ـ کابل
• د فعالیت ساحه: د ارزاقو اصلي مسؤولیتونه د دولت نظامي او ملکي کارکوونکو، اړمنو او په کلیو او ښاري سیمو کې د شهیدانو د وارثینو لپاره د کوپونو او حیاتي لومړنيو توکو لکه: اوړه، غوړي، بوره، چای او صابون ویشل دي.
• قانوني جوړښت: امارتي شرکت
2. لید او ماموریت
• لید:
د امارتي، غیر امارتي ادارو او د ټولنې اړمنو قشرونو لپاره د لومړنیو خوراکي توکو د تأمین یوازنۍ، معتبره او خوندي مرجع.
• ماموریت:
یاد شرکت امارتي، غیر امارتي ادارو او د ټولني مختلفو اړمنو قشرونو ته د خوراکي توکو د بهترینو، پر وخت، مؤثرو او خوندي چوپړتیاوو وړاندې کوونکی شرکت دی؛ همدارنګه د ارزاقو امارتي شرکت دنده لري چې د ټولو ادارو او بنسټونو اړتیاوې د خوراکي توکو په برابرولو، عرضه کولو او زېرمه کولو له لارې پوره کړي.
همداراز په معلوم او لازم وخت کې د ثابتو او استراتیژیکو زېرمو په موجودیت کې بازار ته د لومړنیو خوراکي توکو په وړاندې کولو د بیو د لوړیدلو کنټرول او د خوراکي توکو د کمښت مخنیوی.