د افغان تور امارتي شرکت او د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت او د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رياست اړوند د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسليک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به دواړه ادارې د هېواد د ګرځندوی سکټور د ودې او معياري کولو لپاره به د سياحتي لارښوونکو (Tour Guides) لپاره د مسلکي روزنيزو پروګرامونو جوړول او د هغوی د وړتياوو لوړولو، د ګرځندوی اړوند علمي کنفرانسونو، سيمينارونو او ورکشاپونو ګډ تنظيم، د ګرځندوی اړوند معلوماتو، احصايو او څېړنيزو موندنو تبادله، د هېواد د سياحتي جاذبو د معرفي کولو او ترويج لپاره ګډې هڅې، د ګرځندوی په برخه کې د تجربو تبادله او د اړتيا وړ نورو ګډو پروګرامونو پلي کولو برخو کې همکارۍ ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې د دغه هوکړه لیک عملي کېدل به د هېواد د ګرځندوی ودې، د خدماتو ښه والي او د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو لپاره د غوره اسانتياوو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.