د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت له مسؤولینو سره وکتل
1405/4/16 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت له مسؤولینو سره وکتل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعیدالرحمن مظهري او ورسره مل پلاوي د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت له مسؤولینو سره په ناسته کې د چارو د ښه والي، روڼتیا او د خدمتونو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

د ناستې په لړ کې ښاغلي مظهري زیاته کړه چې اوس د بشپړ امنیت او شته امکاناتو له برکته د هېواد د خدمت لپاره زرین فرصت برابر شوی او له دې غوره فرصت څخه ګټه اخیستنه کولای شي په فعالتیونو کې اسانتیاوې او پرمختګونه رامنځته کړي.

همداراز ښاغلي مظهري د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت مسؤولینو ته، د ازادې سیالۍ له لارې د درملتونونو او بستونو د اعلانولو، د خلکو د غوښتنو اورېدو او د درملو تولید د کیفیت او کمیت د لوړولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د مسؤولینو نظریات او وړاندیزونه واورېدل شول.