روسي پانګوال د برېښنا تولید فابریکو جوړولو ته لېوالتیا لري
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د روسیې هېواد د څلورو کمپنیو له مسؤولینو سره ګډه ناسته کې د حرارتي، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید او په افغانستان کې شته تولیدي فابریکو د سیستمونو پر بدلون او بیارغونې خبرې وکړې.
ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس په افغانستان کې د برېښنا تولید او تولیدي فابریکو بیا رغونې او سیستمونو عصري کولو اړوند برخو کې د پانګونې شته آسانتیاوې د دوه اړخیزه ګټو لپاره مهمې وبللې او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان برېښنا شرکت ټولو پانګوالو سره هر ډول همکاري کوي.
د څلورو روسي کمپنیو مسؤولینو له ډبرو سکرو څخه په نوي عصري سیستم د ګاز، برېښنا، تودوخې تولید او د حرارتي برېښنا تولید فابریکو اساسي بیا رغونه او د ظرفیت لوړول او د فابریکو لپاره د ټوربینونو نوي نصب او پرزو تولید برخو اړوند معلومات د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس سره شریک کړل.
د ناستې پای کې په دې پرېکړه وشوه چې روسي پانګوال به د پانګونې راجلبونې او ملاتړ ریاست سره د ګډو ناستو تر څنګ د برېښنا تولید فابریکو تخنیکي مطالعاتو په موخه خپلې لومړنۍ ارزونې له نږدې پیل کړي.