د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د بغلان بورې فابریکې د لرغوني کلوپ د پاکولو چارې ترسره شوې
1405/4/16 00:00
Mumtaz خبرونه

د بغلان بورې فابریکې د لرغوني کلوپ د پاکولو چارې ترسره شوې

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس د لارښوونې او ځانګړې پاملرنې پر بنسټ د لرغوني کلوپ د پاکولو چارې، د تخنیکي کارکوونکو له لوري په بریالیتوب سره ترسره شوې.

دغه لرغونی کلوپ د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د فابریکې د رسمي مېلمستون په توګه کارېده، چې په کې د داخلي مېلمنو، رسمي پلاویو او بهرنیو شخصیتونو کوربتوب ترسره کېده؛ خو د نه پاملرنې له امله د دغې ودانۍ چاپیریال زیانمن شوی و او شاوخوا ساحه یې په اضافه بوټو او توکو پوښل شوې وه.

د بغلان بورې امارتي شرکت مسؤولین ژمن دي چې دغه ودانۍ به له اړینو معیارونو سره سمه ورغوي، ترڅو دا لرغونی ځای یو ځل بیا د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د هرکلي او مېلمستیا لپاره چمتو او د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.