د کابل پوهنتون امام بخاري «رح» او امام مسلم «رح» لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې د کابل پوهنتون د امام بخاري «رح» او امام مسلم «رح» لیلیو ته دولس دولس قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسؤولین وایي، چې په دغو خوراکي توکو کې وریجې، مایع غوړي، لوبیا، نخود، مالګه، بوره، شین چای، د چای هېل، زیره، د دیګ مساله او نور اړین خوراکي توکي شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د شویو تړونونو له مخې، د هېواد په کچه د پوهنتونونو لیلیو او یو شمېر نورو دولتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم او په مناسب وخت سره لېږدوي.