د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائيوي رئيس د سرې مياشتې له مسؤولينو سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی رياست د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائيوي رئيس، سید محمد نعيم محمدي په خپل کاري دفتر کې د سرې مياشتې د ختیځ زون د همغږۍ رئيس، مولوي قمرګل نصرت، په ننګرهار کې د سرې مياشتې د استازولۍ رئيس، فضل الرحمن فياض او د ختیځ زون مرستيال، مفتي عبدالله عزام سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې، د هډې فارم د دویم بلاک په ۱۶مه نمره کې پر پنځه جريبه ځمکه د بېسرپرسته هېوادوالو لپاره د دارالمجانين د جوړېدو د همغږۍ لپاره لازم بحثونه ترسره شول.
همدارنګه د يادې پنځه جریبه ځمکې د انتقال د قانوني پروسې په اړه هم د ګډونوالو ترمنځ هر اړخیز نظریات تبادله شول.